ډېر لوستل شوي

د جهادي مبارزو د میراث د خوندي کولو قانون نافذ شوی

عدلیې وزارت د جهادي آثارو د ساتنې قانون د اسلامي امارت د مشرتابه له توشېح وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۱۵مه نېټه په ۱۴۹۲ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړی دی.
د ياد وزارت ویاند قاري برکت‌الله رسولي وايي چې د دې قانون له مخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست جوړ شوی، څو د امریکايي اشغال پر وړاندې د شل کلن جهاد د آثارو د راټولولو، تنظیم، ثبت او خپرولو د چارو مسوولیت پر غاړه ولري.
د قانون پر بنسټ، دا ریاست به د اسلامي امارت د لومړۍ دورې د واکمنۍ معلومات، د امریکايي اشغال پر وړاندې د شل کلن جهاد تاریخ او همدارنګه د شوروي او انګریزي یرغلونو پر ضد د مسلمانانو او مجاهدینو د مبارزو او قربانیو تاریخچه هم تدوین او ثبتوي.

اړوند خبرونه