د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې یاد وزارت د هېواد په کچه ۱۳ دولتي ادارو او وزارتونو کې د مکتوبونو او اسنادو مدیریتي سیسټم د تطبیق په موخه ناسته کړې ده.
د دغه وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي ویلي چې دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، حافظ محمد امین جان عمري او د دغه وزارت ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رییس، عبدالرحمن صافي ترمنځ شوې ده.
په دې ناسته کې ښاغلي عمري یاد سیسټم په دولتي ادارو او وزارتونو کې د چارو د چټکتیا، جعل او فساد د مخنیوي، د وخت سپما او روڼتیا رامنځتهکېدو لپاره اړین بللی دی.
بلخوا د دغه وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رییس، عبدالرحمن صافي ډاډ څرګند کړی چې د ټولو ادارو او وزارتونو IT برخو مسوولینو ته به ورکشاپونه پیل شي چې سیسټم سر بلد او د تطبیق مراحل یې اسانه شي.

