ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې ۶۱۶ افغان کډوالې کورنۍ راستنې او ۸۹۸ کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې تېره ورځ هېواد ته له بېلابېلو لارو ۶۱۶ افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۷۰ تنو ته رسېږي، په جبري توګه راستنې او اړین خدمتونه ورته وړاندې شوي دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، ۵۳۲ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې، له ۵۵۱ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او ۶۱۶ سیمکارتونه هم له فعالو بستو سره پر راستنېدونکو وېشل شوي دي.
همدارنګه د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې په ننګرهار، غزني، فراه، هلمند، فاریاب، پکتیکا او نیمروز ولایتونو کې ۸۹۸ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې هم وېشلې دي.
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر اوسه د وېشل شویو ځمکو د نمرو ټولیز شمېر ۴۰ زره او ۴۱۳ ته رسېدلی او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لړۍ دوام لري.

اړوند خبرونه