ډېر لوستل شوي

آریانا افغان هوایي شرکت تېره میاشت څه باندې ۳۶ زره مسافر لېږدولي

آریانا افغان هوایي شرکت وایي چې د روان کال په تېره ثور میاشت کې ۳۶ زره ۴۸۶ مسافر او ۵۴۳ ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا مسافر او توکي د آريانا افغان هوايي شرکت د مسافروړونکو او کارګو الوتنو له لارې نړيوالو او کورنيو سکټورونو ته لېږدول شوي دي.
“په نړيوالو سکټورونو کې ډهلي، اسلام آباد، دُبۍ، استانبول، آنقره، جده، مسکو او په کورنيو سکټورونو کې کابل، کندهار، هرات او مزارشريف شامل دي.”
آریانا افغان هوایي شرکت همداراز لیکلي، د سوداګريزو انتقالاتو زياته برخه ډهلي او دوبۍ سکټورونو ته شوې چې ۲۳۸ ټن يې صادرات او ۳۰۵ ټن واردات دي.
په صادراتو کې ډېره برخه وچه مېوه، هينګ (اینجه)، زعفران او لاسي صنایع دي.
آریانا افغان هوايي شرکت ویلي چې دغه لاسته‌راوړنه د دوی د عملياتي ظرفيت د‌ لوړوالي، تخنيکي چمتووالي او د هېواد هوايي ټرانسپورټ د بنسټيز پرمختګ څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه