ډېر لوستل شوي

يوه ورځ کې ۵۳۷ افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۵۳۷ افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۹۹ تنو ته رسېږي، په جبري توګه راستنې کړی شوې دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، تر ټولو ډېر راستنېدونکي د تورخم له لارې هېواد ته دننه شوي چې شمېر یې ۴۲۷ کورنیو او ۲۲۸۹ تنو ته رسېږي.
همدارنګه، د ټرانسپورټ او لېږد کمېټو له لوري ۵۸۷ کورنۍ چې ۳۴۰۰ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لګښتونو په موخه ورته مالي اسانتیاوې برابرې شوې دي.
راپور زیاتوي، چې له ۵۹۳ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او د مخابراتي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ۵۳۵ سیمکارتونه هم پر راستنېدونکو وېشل شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې د راستنېدونکو لپاره روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي اړوند خدمتونه هم په دايمي توګه وړاندې کېږي.

اړوند خبرونه