ډېر لوستل شوي

“له ایران او پاکستانه څه باندې ۸۵ زره افغانان افغانستان ته راستانه شوي”

د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) د «جریان څارنې» د تازه معلوماتو له مخې، د روان کال د مې میاشتې له ۲۴مې نېټې څخه د جون تر ۶مې پورې ټولټال ۸۵ زره او ۴۲۰ افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د یاد سازمان د خپاره شوي جدول له مخې، په دغو راستنو شویو کسانو کې ۴۴ زره او څه باندې ۵۰۰ تنه له ایران او ۴۰ زره او ۸۲۴ نور له پاکستانه هېواد ته دننه شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې د راستنېدونکو ډېره برخه له ایران څخه هېواد ته راګرځېدلې ده.
کډوالۍ نړيوال سازمان د راستنېدونکو د وضعیت د څار او د اړینو معلوماتو د راټولولو لړۍ روانه ساتلې ده.

اړوند خبرونه