د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د یاد شرکت له لوري د بغلان خنجانو څخه تر اندراب نوآباد پورې ځايي اوسیدونکو ته د برېښنا رسونې لویې پراختیايي پروژې چارې پرانیستل شوې دي.
د برېښنا شرکت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې د دې پروژې چارې د ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژه کې بېلابېل ظرفیتلرونکي ۱۶ ترانسفارمرونه شامل دي، او په بشپړېدو سره به یې له دوه نیم زرو زیات پېرودونکي د لومړي ځل لپاره له برېښنا برخمن شي.
د افغانستان برېښنا شرکت همداراز ویلي د هېواد لرې پرتو ولسوالیو او کلیو ته د برېښنا شبکې غځونې چارې په متوازن ډول د ټاکلي پلان پر بنسټ روانې دي.
د یادولو ده چې د هېواد لرې پرتو سیمو اوسېدونکي برېښنا ته د لاسرسي په موخه ډېر ځله د دا ډول پروژو د پیلېدو غوښتنه کوي.

