ډېر لوستل شوي

میدان وردګو کې پر کروندګرو د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو وېشل کېدل

د میدان وردګو د کرنې ریاست رسنیز دفتر ویلي چې ددې ولایت په سیدآباد او جلرېز ولسوالیو کې پرون سه شنبه د افغان سوله جوړونکې مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د خوړو او کرنې نړیوال سازمان کوي، پر سلګونو بزګرانو کیمیاوي سرې، د بېلابېلو سبزیو اصلاح شوي تخمونه او کرنیز وسایل وېشل شوي دي.

د وېشل شویو مرستو په هره کڅوړه کې ۲۰۰ ګرامه د پیازو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلوګرامه یوریا سره، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او یو شمېر کرنیز وسایل لکه بیلچه، پلالکشه او کتمن شامل وو. سربېره پر دې، بزګرانو ته د حاصلاتو د زیاتوالي په موخه یوه ورځنی روزنیز پروګرام هم وړاندې شوی دی. د دغو مرستو د وېش بهیر د اړوندو ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو مسؤلینو تر څارنې لاندې په بریالیتوب سره بشپړ شوی.

ورته مهال د همدې ولایت په دایمیرداد، جغتو، سیدآباد او جلریز ولسوالیو کې د بزګرانو د ملاتړ او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په موخه بېلابېل ننداریز پروګرامونه پلي شوي دي.

د میدان وردګو د سیمې استازو او بزګرانو د یادو مرستو په پار مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې دې هم د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د مرستو لړۍ دوام ومومي. د میدان وردګ د کرنې ریاست ویلي، د ورته پروګرامونو موخه د بزګرانو ملاتړ، د عصري کرنیزو لارو چارو ترویج او د کرنیزو حاصلاتو زیاتول دي.

اړوند خبرونه