د سرچینو د معلوماتو له مخې، تېره شپه ناوخته د پاکستان پوځي جیټ الوتکو د خوست پر سپېرې ولسوالۍ او د کونړ په شلتن سیمه کې د ملکي خلکو پر کورونو هوايي بريدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، په یادو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.
تردې دمه د یادو بريدونو په اړه رسمي څه نه دي خپاره شوي.

