ډېر لوستل شوي

یونیسف د افغانستان د فاضلابو د مدیریت په برخه کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی

د امارتي شرکتونو لوی رياست خبر ورکړی چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د یونیسف ادارې مسوولینو د فاضلابو د مدیریت په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه غونډه کړې ده.

ياد رياست وايي، په دې غونډه کې د شرکت اجراييوي رييس مولوي غلام‌الرحمن کظیم د هېواد په ښارونو او مهمو مرکزي سیمو کې د فاضلابو د مدیریت د اوسني وضعیت، شته ظرفیتونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

ښاغلي کظيم ویلي چې د فاضلابو د مدیریت د ښه‌والي او پراختیا لپاره بېلابېلې طرحې تر کار لاندې دي، خو د عملي کېدو لپاره یې پانګونې او د همکارو بنسټونو ملاتړ ته اړتیا شته.

بلخوا، د یونیسف د اوبو، فاضلابو او حفظ‌الصحې د چارو مسوولې فرای تنهام د فاضلابو د اغېزمن مدیریت پر اهمیت او د عامې روغتیا په تأمین کې د هغه پر رول ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې یونیسف به په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د غونډې په پای کې دواړو لوریو خلکو ته د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د خدمتونو د لا ښه والي لپاره د ګډ کار او همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه