ډېر لوستل شوي

اندړو د وزو درې غله نیول شوي

د غزني امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر ویلي چې ددې ولایت د اندړو ولسوالۍ امنیتي او کشفي ځواکونو هغه درې تنه د غلا په تور ونیول چې تېره ورځ يي  د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د توحیدآباد سیمې څخه پنځه دانې وزې غلا کړې وې.

مسئولین ویلي چې دا کسان پرون(پنجشنبه، غبرګولي ۲۱مه)  د پنجشنبې په نوم بازار کې نیول شوي.

ویل کېږي چې نیول شوي کسان دا مهال د اندړو ولسوالۍ د امنیتي ارګانونو تر څېړنو ګروېګنو لاندې دي.

اړوند خبرونه