د هلمند ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له لوري پرون پنجشنبه د مرکز لښکرګاه اړوند د بُست کلا په تاریخي سیمه کې د ابن حبان بُستي رحمه الله زیارت ترڅنګ د یوه جومات د جوړونې رسمي چارې پیل شوې.
دغه پروژه چې څه کم دوه نیم میلیونه افغانۍ لګښت لري، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پراختیايي بودیجې څخه تمویلېږي او تخنیکي چارې یې د عتیق نېکزاد ساختماني او سړک جوړونې خصوصي شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي.
پيل کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د مساجدو عمومي مدیر وویل: یاد مسجد د دوه میلیونه، څلور لکه او نوي زره افغانیو په ارزښت د حج او اوقافو وزارت مقام له پراختيايي بوديجې څخه جوړیږي او موخه یې د زیارت او سياحت کوونکو لپاره د لمانځه یو مناسب او معیاري ځای برابرول دي.
نوموړي زیاته کړه، چي د ابن حبان بُستي رحمه الله زیارت ته هر کال ګڼ شمېر هېوادوال او د سیمې اوسېدونکي راځي، نو د مسجد جوړېدل به د هغوی د عبادت اسانتیاوې لا پیاوړې کړي او د سیمې دیني او فرهنګي ارزښت به نور هم ورسره لوړ کړي.
د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت او مراقبت عمومي مدیر انجینر نېک محمد وویل: دا پروژه د زیارت د پراختیايي اړتیاوو له مخې طرحه شوې ده، چې د دې مسجد ټول مساحت ۲۳۸ متره مربع دی او د لمونځ کوونکو لپاره پکې لازم امکانات او اسانتیاوې په پام کي نیول شوي دي.
نوموړي ډاډ وړاندې کړی چې د پروژې ټول تخنیکي پړاوونه به د ټاکل شویو معیارونو مطابق تر څارنې لاندې وي او د کیفیت ساتنې لپاره به دوامداره څار ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې بُست کلا د هلمند له تاریخي او فرهنګي سیمو څخه شمېرل کېږي او د ابن حبان بُستي رحمه الله زیارت ته د هلمند ولایت له بېلابېلو سیمو او نورو ولایتونو څخه زیارت کوونکي ورځي، چي د دغه جومات په جوړېدو سره به د زیارت چاپېریال لا منظم او د لمونځ کوونکو لپاره به لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

