د لوګر د مرستيال والي، شیخ انعامالله صلاحالدین په مشرۍ د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب شوو ځمکو د تثبیت او تشخیص د تخنيکي میاشتنۍ غونډه ترسره شوې.
د غونډې په پیل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس او په لوګر کې د یاد کمېسیون د تخنيکي پلاوي مشر، د ترسره شویو عمده کړنو، سروې ګانو او لاسته راوړنو په تړاو ګډونوالو ته بشپړ معلومات ورکړل.
نوموړي دې ناستې ته ویلي، د تخنيکي پلاوي لخوا د غصب شویو ځمکو بېلابېلې دوسیې په بشپړ ډول څېړل شوې، حقوقي پړاوونه یې بشپړ او د وروستیو پرېکړو او اجراآتو لپاره مرکزي کمېسیون ته لېږل شوې دي.
د ځمکو د غصب د مخنيوي او د امارتي ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون غړو ډاډ ورکړی، چې له ټولو اړوندو ادارو سره په همغږۍ به دغه ملي پروسه په پوره دقت او روڼتیا پر مخ وړي.
د لوګر مرستیال والي ټینګار کړی، چې په دې ولایت کې د غصب شویو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره باید د کمېسیون فعالیتونه نور هم چټک او ګړندي شي. شیخ انعامالله همدارنګه مسئولینو ته جدي لارښوونه کړې چې د مرکز پلعلم اړوند په ځینو سیمو کې د هر ډول خپلسرو تصرفاتو مخه ونیسي.

