د کورنیو چارو وزارت وايي، د سرحدي پولیسو ریاست اړوند منسوبینو، د هرات اسلامکلا بندر کې د ۴۰۹ زره او ۲۰۰ امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، یو تن چې غوښتل یې یادې پیسې په ناقانونه ډول له هېواده بهر ولېږدوي، نيول شوی دی.
چارواکي وايي، له نیول شوی کس څېړنې رواني دي.

