ډېر لوستل شوي

غزني کې يو تن د قتل په تور نيول شوی

د غزني امنيه قوماندانۍ خبر ورکړی چې امنيتي ځواکونو يې په مقر ولسوالۍ کې يو تن د قتل په تور نيولی دی.

ياده قوماندانۍ وايي چې دې کس په نويو خونو کلي کې د کورنۍ شخړې پرمهال خپل «تره» چې درې ورځې وړاندې له حج څخه راستون شوی و شهيد کړی او د هغه مېرمن يې ټپې کړې وه.

امنیتي ځواکونو د خپلو پلټنو په پایله کې نوموړی تېره شپه نیولی او دا مهال تر لومړنیو څېړنو لاندې دی. د غزني امنیه قوماندانۍ زیاته کړې چې د دوسیې تر بشپړېدو وروسته به نیول شوی کس اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه