ډېر لوستل شوي

له پاکستاني بندخونو تر خپله هېواده؛ نږدې ۸۰۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د تېرې اووني په ترڅ کې د پاکستان له بندخونو نږدې ۸۰۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د ياد وزارت د خبر پاڼې له مخې، ۲۳۰ تنه د ننګرهار د توخم او ۵۳۳ تنه نور د کندهار د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د مسوولينو په وينا، دا کسان د استوګنيزو سندونو د نه لرلو له امله تر بېلابېلو مودو پورې بنديان وو. د خبرپاڼې له مخې، دوی تر ثبت او مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلې سیمو ته هم لېږدول شوي دي.

اړوند خبرونه