ډېر لوستل شوي

د کابل په دیارلسمه حوزه کې د غلو یو بانډ نیول شوی

د کابل امنیې قوماندانۍ اړوند د دیارلسمې حوزې امنیتي ځواکونو د مسلکي غلو یو بانډ نیولی دی.

د يادې قوماندانۍ د ديارلمسې حوزې امر شمس‌الله حماد وايي، په دې عملیاتو کې اته تنه مظنونین نیول شوي چې د همدې حوزې په بېلابېلو سیمو کې یې غلاوې کولې.

د ښاغلي حماد په وينا، له نیول شویو کسانو سره دوه میله وسلې او یو شمېر غلا شوي توکي هم ترلاسه شوي دي.

امنیتي ځواکونو ویلي، د یادو کسانو د دوسیو د لا څېړنې لپاره لازم اقدامات روان دي. #امیدراډیو

اړوند خبرونه