د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال په کابل کې د روسیې د یوه هوايي باروړونکي شرکت له استازو سره لیدلي او د هوايي دهلېزونو د پیاوړتیا او د لوژستیکي خدمتونو د ښهوالي په اړه یې خبرې کړې دي.
يادې خونې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دواړو لوريو په دې کتنه کې د افغان سوداګرو، صادرونکو او واردونکو لپاره د باروړونکو خدمتونو د اسانتیاوو او د هوايي لېږدونو د پراختیا پر لارو چارو بحث کړی دی.
مسوولينو د دې لیدنې موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د افغان سوداګرو لپاره د اغېزمنو لوژستیکي حللارو برابرول بللي دي.

