ډېر لوستل شوي

“د ایران لوی شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري”

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د ایران – افغانستان ګډې خونې رییس، محمود سیادت سره په کتنه کې پر بېلابېلو سوداګریزو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالي او په افغانستان کې د ایران د صنعتي او کرنیزو نندارتونونو د جوړولو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

ایراني پلاوي ویلي چې د دغه هېواد شرکتونه د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

سرچینې لیکلي چې ښاغلي عزیزي او محمود سیادت همداراز د دواړو هېوادنو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري زیاته شوې او د دې برخې د لاپراختیا لپاره د دواړو هېوادنو هڅې روانې دي.

اړوند خبرونه