ډېر لوستل شوي

د عامې روغتیا وزارت پلاوی ‘د وارداتي درملو کیفیت ښه‌والي په موخه’ اوزبیکستان تللی

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رییس، مولوي عبدالبصیر قانع د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته سفر کړی دی.
د وزارت په اېکس‌پاڼه د یاد سفر موخه د اوزبیکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولیدي فابریکو لیدنه، د تولیدي ظرفیتونو ارزونه، د کیفیت کنټرول، له معیارونو او سیسټمونو سره بلدتیا او همدارنګه د هغو تولیدي فابریکو د وضعیت ارزول ښودل شوي چې د ښه تولید (GMP) نړیوال معیارونه پلي کوي.
د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلی قانع او مل پلاوی به د سفر په ترڅ کې افغانستان ته د معیاري، خوندي، اغېزمنو او لوړ کیفیت لرونکو درملو د وارداتو اړوند د اسانتیاوو په اړه هم د اوزبیکستان د اړوندو ادارو او تولیدي شرکتونو له مسوولینو سره کتنې ولري.
د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت همداراز لیکلي چې د افغان پلاوي دا سفر د خوړو او درملو معينيت د هغو دوامداره هڅو په چوکاټ کې شوي چې موخه یې د وارداتي درملو د کیفیت ښه‌والی، سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا او باکیفیته درملو ته د هېوادوالو لاسرسی دی.

اړوند خبرونه