ډېر لوستل شوي

د معیار او کیفیت ادارې ۹۵.۳ ټنه غیرمعیاري ودانیز توکي مسترد کړي

د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې یې د ۹۵.۳ ټنه غیرمعیاري ودانیزو توکو د واردېدو مخه نیولې او بېرته یې مسترد کړي دي.
یادې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دوو بارونو کې راوړل شوې نبشي ډوله وسپنه له ازموینې وروسته د کورنیو معیارونو او د کیفیت له ټاکلو شرایطو سره ناسمه پېژندل شوي او له همدې امله د هېواد بازارونو ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب او د ودانیزو توکو د معیاري کېدو لپاره به د هېواد په ټولو بندرونو کې د کیفیت د کنټرول بهیر دوام ولري او د هر ډول کم‌کیفیته محصولاتو د واردېدو مخه به ونیول شي.

اړوند خبرونه