په مصر کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي عبدالمقیم قرار په قاهره کې د روسیې فدراسیون د ملي ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون کړی دی.
ياد سفارت وايي چې ښاغلي قرار د روسیې سفير «یوري ماتفیف» ته د یادې ورځې مبارکي ورکړې او د افغانستان او روسیې ترمنځ یې د شته ښو اړیکو یادونه کړې او د دغو اړیکو د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده.
مولوي عبدالمقیم قرار د مراسمو په څنډه کې د مصر د دارالافتاء له استازي او یو شمېر سفیرانو او ډیپلوماټانو سره هم لیدلي او د متقابلو اړیکو او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

