د غزني د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبينو یوه نجلۍ چې له اووه کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ بېله شوې وه، موندلې او بېرته خپلې کورنۍ ته يې سپارلې ده.
یاد ریاست وايي، دا نجلۍ په کم عمر کې واده شوې وه او د خسرګنۍ له لوري د کورني تاوتریخوالي او ناعادلانه چلند له امله له سختو ستونزو سره مخ شوې وه، چې وروسته له کوره ایستل شوې وه.
سرچینه زیاتوي، دا ښځه د غزني ښار د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې موندل شوې او له اووه کلنې نادرکۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوې ده.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسوولین وایي، د ښځو د شرعي حقونو د خوندیتوب او تأمین لپاره ژمن دي او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخنیوی به کوي.

