په مشهد کې د افغانستان جنرال کونسل مولوي نورمحمد متوکل د افغانستان د رېلپټلۍ د جوړونې او پراختیا کنسرسیوم له اجراييه رييس مصطفی رضایي سره کتلي دي.
ياده کونسلي وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د افغانستان د رېلپټلۍ د پروژو، د ټرانسپورټي زیربناوو د پراختیا او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د سرچينې په وينا، دا کتنه د افغانستان د رېلپټلۍ د پراختیا او د اړوندو پروژو د پرمخ وړلو په موخه ترسره شوې ده.

