د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) وسلهوالو ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا د کرمې ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې یې د «میر باغ» په نوم د پولیسو یو مرکز نیولی دی.
«ټيټيپي» په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد مرکز له نیولو وروسته یې له سیمې څخه د وسلو یوه زیاته اندازه هم ترلاسه کړې ده.
په خپرو شويو ويډېوګانو کې هم ښکاري چې د «ټيټيپي» وسلهوال يو پاکستانی پوليس د جنګ پر مهال له يوه ځایه بل ځایه ته انتقالوي.
د پاکستان حکومت او امنیتي ادارو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي.

