سره له دې چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی و چې له هرمز تنګي تګ – راتګ به بېرته عادي او «دایمي ډول له محصول پرته» وي، ایران اشاره کړې چې ښايي په دې مهم سمندري مسیر کې د ځینو ځانګړو خدماتو په بدل کې فیس واخلي.
نیویارک ټایمز په خپل راپور کې د ایراني چارواکو په حواله ویلي چې د تنګي له لارې د بېړیو د تګ – راتګ اړوند د ځینو ناڅرګندو خدماتو لپاره د لګښت اخیستلو احتمال شته، خو د دغو خدماتو څرنګوالی او جزئیات یې نه دي روښانه کړي.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې انرژۍ د لېږد یوه ستراتیژیکه لار بلل کېږي. د ایران وروستۍ څرګندونې ښيي چې د دغه تنګي د مدیریت او کارونې په اړه بحثونه لا هم دوام لري.

