د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت وايي چې د رييسالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د اړوندو غړو په ګډون د خوړو او درملو پلاوي غونډه ترسره شوې ده.
ښاغلی فطرت وايي، په دې غونډه کې د پلاوي غړو د خپلو سپارل شویو دندو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړي او ورپسې د اړتیا وړ درملو د مجاز لېست د پراختیا، د کمکیفیته درملو د وارداتو د مخنیوي او د هېواد د درملو د تنظیم د سیستم د معیاري کېدو په اړه هراړخیز بحثونه او ارزونې شوې دي.
همداراز، په غونډه کې پرېکړه شوې چې څارونکي ټیمونه به په بازارونو کې د کمکیفیته او تاریخ تېرو خوړو او درملو د پېر او پلور د مخنیوي لپاره خپلې څارنې لا پیاوړې کړي.

