ډېر لوستل شوي

مولانا فضل الرحمن: پاکستان دې د افغانستان پر وړاندې پر خپلې تګلارې بیا غور وکړي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن ویلي، که پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د حل او په سیمه کې د سولې د ټینګښت هڅې کوي، نو باید د افغانستان پر وړاندې هم ورته سوله‌ییزه تګلاره خپله کړي.

نوموړي د پاکستان پارلمان ته د وینا پر مهال د دې هېواد پر حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې د ترهګرو د شتون په پلمه د هوايي بریدونو پر سیاست بیا کتنه وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او خبرو اترو لار غوره کړي.

فضل الرحمن ټینګار کړی چې افغانستان ثبات ته اړتیا لري او پاکستان هم د یوه باثباته او ارام ګاونډي له شتون څخه ګټه اخلي.

بل‌خوا، د پاکستان د پارلمان یوه غړي اسد قیصر هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سوداګریزو محدودیتونو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د لارو پرله‌پسې تړل کېدل به د پېښور اقتصاد او صنعت له جدي ستونزو سره مخ کړي.

اړوند خبرونه