ډېر لوستل شوي

د روغتیا وزارت مرستیال له چینایي پلاوي سره په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، مولوي حمدالله زاهد له چینايي پانګوال «هان شویونګ» او مل پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو بحث کړی دی.  

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د درملو او درمليزو خامو موادو اړوند د اقتصادي او تخنيکي همکاریو پراختيا، په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو، د تجربو لېږد، د نويو ټکنالوژيو کارونې او ګډو همکاریو د پراختيا په اړه خبرې کړې دي. 

په خبرپاڼه کې د ښاغلي زاهد له قوله راغلي چې د خوړو او درملو معينيت به د نافذه قوانينو په چوکاټ کې د درملو، خوړو او روغتيايي محصولاتو برخه کې له مشروع او معياري پانګونو ملاتړ وکړي.  بلخوا چينايي پلاوي دلته د درملو، درمليزو خامو موادو او روغتيايي خدمتونو په برخو کې د همکاریو پراختيا او د ګډې پانګونې د فرصتونو ارزونې لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.

اړوند خبرونه