ډېر لوستل شوي

سبا په یو شمېر ولایتونو کې د شدید ورښت اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ۱۸ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، باران او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی. 

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، میدان‌وردګ، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پنجشېر او پروان ولایتونو کې اټکل شوی دی. 

سرچینې لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ – ۳۰ ملي مترو پورې وي.  هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي، سوېل‌ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ – کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

اړوند خبرونه