د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جېسوال نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، هند افغانستان ته د بشري مرستو د دوام په لړ کې پنځه ټنه درمل راستولي دي. هغه زیاته کړې چې دا مرسته د افغانانو د سوکالۍ او له افغانستان سره د هند د دوامداره بشري ژمنتیا څرګندونه کوي.

