د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۵۴۰ افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۹۵ تنو ته رسېږي، په جبري توګه راستنې کړی شوې دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، تر ټولو ډېر راستنېدونکي د تورخم له لارې هېواد ته دننه شوي چې شمېر یې ۴۱۳ کورنیو او ۲۲۵۵ تنو ته رسېږي.
همدارنګه، د ټرانسپورټ او لېږد کمېټو له لوري ۴۳۹ کورنۍ چې ۲۴۴۲غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لګښتونو په موخه ورته مالي اسانتیاوې برابرې شوې دي.
راپور زیاتوي، چې له ۱۰۷۵ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او د مخابراتي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ۵۱۸ سیمکارتونه هم پر راستنېدونکو وېشل شوي دي. د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې د راستنېدونکو لپاره روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي اړوند خدمتونه هم په دايمي توګه وړاندې کېږي.

