ډېر لوستل شوي

کابل کې له رواني ناروغۍ ۴۰ رغېدلي خپلو کورنیو ته سپارل شوي 

افغاني سره میاشت وایي چې په کابل کې ۲۸ نارینه او ۱۲ ښځینه رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.  

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د یادو کسانو د رخصتولو پرمهال هر یو کس ته پنځه زره افغانۍ، جامې، څپلۍ او یو شمېر نور اړین توکي ورکړل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې افغاني سره میاشت دا مهال په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ او کندوز ولایتونو کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونه لري چې نږدې ۱۵۰۰ رواني ناروغان پکې تر درملنې لاندې دي. سرچینې لیکلي چې یاد کسان د ځانګړو مراسمو پرمهال خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

اړوند خبرونه