ډېر لوستل شوي

کونړ کې د ګرانبيه لرګيو د قاچاق په تړاو يو تن نيول شوی

د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د کونړ امنيتي ځواکونو په څوکۍ ولسوالۍ کې د يوه اندازه ځنګلي او ګرانبيه لرګيو د قاچاق مخه نيولي ده.

د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا لرګي په دوو نقليه وسايطو کې ځای پر ځای شوي وو او په غير قانوني توګه لېږدول کېدل.

د مسوولينو په وينا، د يادې قضيې په تړاو يو تن نيول شوی چې د لومړنيو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي. دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت په بيا ځلې واک ته رسېدو سره په ټول هېواد کې د ځنلګلي ونو او ګرانبيه لرګيو پرې کول او قاچاقېدل منع اعلان شوي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.

اړوند خبرونه