د کورنیو چارو وزارت وایي، امنيتي ځواکونو د ننګرهار غنيخېلو ولسوالۍ د ۲۷م کانال سیمه کې یو کس له وسلو او مهماتو سره نیولی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، له نیول شوي کس څخه یوه پیکا، یو راکټ، درې کلاشینکوفونه، یو اېم۱۶ ټوپک، د کلاشینکوف ۱۴ او د اېم۱۶ څلور شاجورونه کشف او ترلاسه شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته اړونده ارګانونو ته وسپارل شي.

