د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی چې د راستنېدونکو افغان کډوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه په یو شمېر ولایتونو کې د استوګنیزو ځمکو د نمرو د وېش لړۍ روانه ده او په تېره یوه ورځ کې ۹۰۲ کورنیو ته د استوګنې نمرې سپارل شوې دي.
یاد وزارت وايي، په ننګرهار کې ۳۰۰، فراه کې ۱۸۵، هلمند کې ۵۴، نیمروز کې ۱۸، فاریاب کې ۲۳۵ او بلخ کې ۱۱۰ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
راپور زیاتوي، د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري تر دې مهاله په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۴۷ زره او ۹۹۱ ته رسېدلی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کړی چې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د سرپناه برابرولو او د هغوی د هوسا ژوند د تأمین په موخه به د ځمکو د وېش بهیر لا هم په چټکۍ او اغېزمن ډول دوام ومومي.

