د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۶۸۸ راستنې شوې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۷۹ تنو ته رسېږي، ثبت او هېواد ته دننه شوې دي.
د یاد کمېسيون د راپور له مخې، له راستنو شويو کورنيو څخه ۴۴۹ کورنۍ چې ۲۵۰۴ غړي لري، خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لګښتونه هم ورته ورکړل شوي دي.
راپور زیاتوي چې له ۵۰۶ راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې شوې، ترڅنګ یې روغتیايي او نور اړین خدمتونه هم وړاندې شوي او ۵۹۷ سیمکارتونه له فعالو بستو سره پر کډوالو وېشل شوي دي.
د راپور له مخې، د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې په ننګرهار، فراه، هلمند، فاریاب، نیمروز او بلخ ولایتونو کې ۹۰۲ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې هم وېشلې دي.
دارالانشاء وایي، تر اوسه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د وېشل شويو استوګنیزو نمرو ټولیز شمېر ۴۷ زره او ۹۹۱ ته رسېدلی او دا لړۍ دوام لري.

