ډېر لوستل شوي

ټرمپ او پزشکیان د جګړې د پایته رسېدو هوکړه لاسلیک کړه

د راپورونو له مخی، د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د جګړې د پای ته رسولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

سپنې ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر ټرمپ یاد هوکړه‌لیک په الکترونيکي ډول لاسلیک کړی دی.

دغه راز، ایراني رسنیو راپور ورکړی چی د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم ويلي، ایران او امریکا ترمنځ دغه هوکړه‌لیک ولسمشر مسعود پزشکیان هم لاسلیک کړی دی.

د راپور له مخې، دغه هوکړه‌لیک تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ په برېښنايي بڼه د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس او د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف له خوا لاسلیک شوی و.

اړوند خبرونه