ډېر لوستل شوي

ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل «شرموونکی شاتګ» بللی

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل «شرموونکی شاتګ» بللی او ویلي یې دي چې د پخواني حکومت د وتلو پر مهال ګڼ پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شوي دي.

نوموړي د «جي۷» هېوادونو د غونډې پر مهال خبریالانو ته ویلي، د امریکا پخوانۍ ادارې په ناسمه توګه امریکایي ځواکونه له افغانستانه ویستل، حال دا چې د هغه په وینا د وتلو بهیر کېدای شو په منظم او تدریجي ډول ترسره شوی وی.

ټرمپ ټینګار کړی چې که دی د وتلو مسوول وی، نو له افغانستانه به یې ټول پوځي تجهیزات، حتا خیمې هم راټولې کړې وی او امریکا به په «عزت او افتخار» وتلې وه.

هغه همداراز ادعا کړې چې ښايي امریکا وکولای شي په افغانستان کې پاتې شوي تجهیزات بېرته ترلاسه کړي، خو زیاته کړې یې ده چې اوس دغه تجهیزات تر ډېره زړې شوي او د بېرته ترلاسه کولو موضوع تر ډېره سمبولیکه بڼه لري.

بل‌خوا، د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه د نوموړي وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د امریکایي تجهیزاتو د بېرته اخېستلو خبرې «خیالي» بللې وې.

اړوند خبرونه