ډېر لوستل شوي

دفاع وزارت: افغان هوایي ځواکونو خیر پښتونخوا کې د داعش خوارجو مرکزونه په نښه کړي

د اسلامي امارت د دفاع وزارت وایي، د افغان هوايي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د داعش خوارجو او نورو وسله‌والو ډلو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند مولوي صدیق‌الله نصرت وایي ، دا بریدونه د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان په سیمه او د چاغي ولسوالۍ د ګردي ځنګل اړوند د شکرآب په ساحه کې شوي، چې پکې د وسله‌والو ډلو ګډ مرکزونه په نښه شوي دي.

د ښاغلي نصرت په وینا، د خیبر پښتونخوا د اورکزیو اړوند د «قمبرخېلو» په سیمه کې د داعش خراسان څانګې یو مرکز هم تر برید لاندې راغلی چې د یادې ډلې ځینو مهمو مشرانو به ورته تګ – راتګ درلود.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې مهم او ټاکل شوي اهداف په نښه شوي، خو د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي. دفاع وزارت ټینګار کړی چې افغانستان به د خپل امنیت او ثبات پر وړاندې هر ډول ګواښ ته جدي ځواب ورکړي او د ورته خطرونو د له منځه وړلو لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

اړوند خبرونه