المرصاد د خپلو باوري سرچينو په حواله ويلي چې د خیبر ولسوالۍ د «قمبرخېلو» سیمې په اړوند د داعش خراسان څانګې پر پټنځایونو د نامعلومو وسلهوالو له لوري مرګوني بریدونه شوي دي.
سرچینې وایي، د بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي او د پېښې نور جزئیات به وروسته خپاره شي. دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې په یاده سیمه کې د داعش خراسان د فعالیتونو په اړه امنیتي اندېښنې شته دي.

