ډېر لوستل شوي

هرات کې د لويو بنسټيزو او ټرانزيتي پروژو پر چټکتيا ټينګار شوی

د هرات والي شيخ مولانا اسلام‌جار د ټولګټو له وزير ملا محمد عیسی ثاني سره په کتنه کې د هرات د مهمو بنسټيزو او ټرانزيټي پروژو د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.
د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، په دې ناسته کې د پاشدان بند بديل سړک، د هرات ـ اسلامکلا لويې لارې د پراختيا او بشپړېدو، د هرات ـ تورغونډۍ د وسپنې پټلۍ پروژې او د تورغونډۍ په بندر کې د بار وړونکو او خدماتي تاسيساتو د جوړولو په اړه بحث شوی دی.
د هرات والي د دې پروژو د چارو پر چټکتيا ټينګار کړی او ويلي يې دي چې د يادو پروژو بشپړېدل به د اقتصادي زېربناوو پياوړتيا، ټرانزيټي ودې، سوداګرۍ اسانتيا او پانګونې ته زمينه برابره کړي.
بل‌خوا، د ټولګټو وزير د هرات د بنسټيزو پروژو د پرمختګ هرکلی کړی او ډاډ يې ورکړی چې وزارت به د سړکونو، ټرانسپورټي شبکو او نورو لويو پروژو د پلي‌کېدو بهير لا ګړندی کړي.
هرات د هېواد له مهمو اقتصادي او ټرانزيټي دروازو څخه ګڼل کېږي او د دې پروژو بشپړېدل به د سيمه‌ييزې نښلونې او سوداګريزو راکړو ورکړو په پراختيا کې مهم رول ولوبوي.

اړوند خبرونه