د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې د تورخم، سپینبولدک او د ورېښمو پُل له لارو ۵۱۷ افغان کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲۷۱۹ غړي لري، هېواد ته راستنې شوې دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، د بېلابېلو کمېټو له لوري راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې په مرسته ۷۸۳ کورنۍ چې ۴۴۲۰ غړي لري، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د لېږد لګښتونه هم ورکړل شوي دي.
همداراز، ۵۹۲ کورنیو ته نغدي مرستې وېشل شوې او ۵۹۴ سیمکارتونه له فعالو کڅوړو سره پر راستنېدونکو کډوالو وېشل شوي دي.
دارالانشاء زیاتوي، په تېره یوه ورځ کې ۸۱۸ کورنیو ته د دایمي استوګنې لپاره د ځمکو نمرې وېشل شوې چې له دې سره د وېشل شویو استوګنیزو نمرو ټول شمېر ۴۹ زره او ۳۶۳ ته رسېدلی دی. د روغتیايي خدمتونو کمېټو په سرحدي کمپونو کې راستنو شویو کډوالو ته روغتیايي، مخابراتي او د خوړو اړوند خدمتونه هم وړاندې کړي دي.

