د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند مولوي سیفالاسلام خیبر وايي، که نړیواله ټولنه د ملتونو د تنوع او د برخلیک ټاکلو له حقه ملاتړ کوي، نو باید دا اصل د اسلامي ټولنو په اړه هم ومني.
ښاغلي خيبر پر خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، لکه څنګه چې فرانسه د خپل سیکولر نظام او امریکا د خپل قانوني نظام د لرلو حق لري، افغانستان هم حق لري چې خپل نظام د اکثریت خلکو د دیني او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ تنظیم کړي.
خیبر زیاته کړې، هېڅ هېواد مطلقه ازادي نه مني او یو مسلمان اکثریت لرونکی هېواد حق لري چې خپل ټولنیز ژوند د خپلو دیني ارزښتونو له مخې تنظیم کړي.
مولوي سيفالاسلام ټینګار کړی، که د یاد وزارت کوم مأمور یا محتسب ناسم چلند وکړي، باید اصلاح شي.

