ډېر لوستل شوي

د زابل پخواني مرستيال والي د ا.ا د مشرتابه د امر نه منلو اوازې رد کړې

د زابل پخواني مرستیال والي ملا جمعه خان فاتح هغه راپورونه او اوازې ناسمې بللې چې ګواکې نوموړي د اسلامي امارت د مشرتابه له امر څخه سرغړونه کړې ده.
نوموړي ویلي، په دې وروستیو کې د یو شمېر رسنیو له لوري د ده په اړه خپرې شوې ګنګوسې حقیقت نه لري او بې بنسټه دي.
ملا جمعه خان فاتح ټینګار کړی چې د اسلامي امارت د مشرتابه امر ته تابع دی او د رهبري له پرېکړو سره بشپړه همغږي لري.
دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري په وروستي ګومارنو کې نوموړی له د زابل د مرستيال والي له موقف څخه لرې او پر ځايي ملا فيض‌الله تميم ټاکل شوی دی.

اړوند خبرونه