د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د اور وژنې ټيمونو د کابل ښار د منډوي په «زرداد مارکېټ» کې رامنځته شوې اورلګېدنه مهار او د پراخېدو مخه يې نيولې ده.
د یاد وزارت په وینا، اور د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوی و چې له کبله یې نږدې اته میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی او د شاوخوا ۴۸۰ ميليونه افغانيو په ارزښت توکي له سوځېدو ژغورل شوي دي.
بلخوا، د کورنیو چارو وزارت له هېوادوالو غوښتي چې په کورونو، دوکانونو، ګودامونو او مارکېټونو کې د خوندیتوب اصول او احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

