ډېر لوستل شوي

هرات؛ ۴۰ ځوانانو د فریلانسېنګ له لارې په شپږو میاشتو کې تر ۳۰ زره ډالرو زیات عاید ترلاسه کړی

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلانو ویلي، د دې ولایت شاوخوا ۴۰ ځوانانو د فریلانسینګ زده کړو له ترلاسه کولو وروسته، په تېرو شپږو میاشتو کې د انلاین کارونو له لارې تر ۳۰ زره امریکایي ډالرو زیات عاید ترلاسه کړی دی.

دا څرګندونې مسوولینو د فریلانسینګ د درې ورځني روزنیز سیمینار پر مهال وشوې چې د ۱۵۰ ځوانانو په ګډون جوړ شوی وو.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر آمر، مولوي عبدالمتین عادل، وویل چې دغه پروګرام د ځوانانو د ډیجیټلي مهارتونو د لوړولو او هغوی ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د فریلانسینګ روزنې کولی شي ځوانانو ته د انټرنېټ له لارې د کار او عاید ترلاسه کولو نوې لارې پرانیزي او د بېکارۍ په کمولو کې مهم رول ولوبوي. د سیمینار ګډونوالو هم د دې پروګرام هرکلی وکړ او ویې ویل چې د انلاین بازارونو کې د فعالیت او د انټرنېټ له لارې د عاید ترلاسه کولو عملي زده کړې د دوامدارې دندې او اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره اغېزمنې دي

اړوند خبرونه