ډېر لوستل شوي

د اریانا افغان هوایي شرکت «بوینګ چارتر» الوتکه کابل نړیوال هوایي ډګر ته رارسېدلې

اریانا افغان هوایي شرکت وایي چې د یاد شرکت يوه بوينګ (200-767) ډوله چارتر الوتکه نن د کابل نړيوال هوايي ډګر ته رارسېدلې، او سر له سبا به منظمې نړیوالې الوتنې پیل کړي.

د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې چې ياده الوتکه د اريانا افغان هوايي شرکت او اردن هوايي شرکت له مسوولینو سره د لاسلیک شوي تړون په پايله کې د شپږو مياشتو لپاره چارتر شوې ده.

سرچینې لیکلي چې دا الوتکه په هر پرواز کې د شاوخوا ۲۹۰ مسافرو او ۲۵ ټن سوداګريزو توکو د لېږد ظرفيت لري. د اریانا افغان هوایي شرکت مسوولینو د دې چارتر الوتکې راتګ د هېواد د هوايي ټرانسپورټي شبکې پياوړتيا او پراختيا لپاره مهم اقدام بللی دی او په وینا یې چې تر ډېره به د کابل – استانبول او کابل – جدې سکټورونو لپاره ځانګړې شي.

اړوند خبرونه