ډېر لوستل شوي

“په تېرو څلورو کلونو کې د روږدو کسانو شمېر د پام وړ راکم شوی”

د معالجوي طب عمومي رييس ډاکټر وحدت الکوزي د عامې روغتیا وزارت له لوري د «نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي» په جوړه شوې غونډه کې ویلي، په تېرو څلورو کلونو کې په هېواد کې پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو شمېر د پام وړ راکم شوی دی.

د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د ښاغلي الکوزي په حواله ويلي، دا مهال په ټول افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره ۶۷ روغتونونه فعال دي چې له دې ډلې ۱۴ یې د ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړي شوي دي.

د نوموړي په وینا، یاد روغتونونه په هره دوره کې د ۳۸۰۰ ناروغانو د بستر او په کال کې د شاوخوا ۴۵ زره روږدو کسانو د درملنې وړتیا لري. الکوزي زیاته کړې، وزارت په کال کې ۳۸۰ زره کسانو ته د نشه‌یي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو د ترسره کولو ظرفیت هم لري.

اړوند خبرونه