د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال، مولوي عبدالرحمن منیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر له استازي، پولک اوک سیري سره د افغانستان په اړه د یاد سازمان پر راتلونکي راپور او د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
مولوي عبدالرحمن منیر ویلي، اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره په پولو کې د نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره همکارۍ ته بشپړ چمتووالی لري.
ښاغلي منیر همداراز د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو له دفتر څخه غوښتي چې له افغان بزګرانو سره د نشهیي توکو د بدیلو کښتونو د پراختیا او ملاتړ په برخه کې عملي مرستې وکړي.

